په پاکستان کې د او آیی سي غونډي نړۍ ته د پاکستان دریځ نور هم واضحه کړو: علي محمد خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پارلیمان کې د پارلیماني چارو وزیرمملکت علي محمد خان په یو بیان کې ویلي دي چې په پاکستان کې د او آیی سي د خارجه وزیرانو د کامیابي غونډي د پاکستان په دې منطقه کې د امن لپاره د عملي هلو ځلو دریځ نور هم واضحه کړې دې او نړۍ د پاکستان مثبت رول منلې دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق د ریډیو پاکستان سره په خبروکې علي محمد خان اوویل چې وزيراعظم عمران خان د او آئي سي د خارجه وزيرانو په غونډه كښې په اسلامو فوبيا٬ د رحمت اللعالمين په شخصيت ٬فلسطين او د كشمير په اړه خبرې كړي۔علي محمد خان ووئيل د اسلامي هېوادنو پلاويو د افغانستان په مسئله د پاكستان دريځ ستائېلې دي او د امن لپاره ی د پاکستان هلې ځلې منلي دي. هغه زیاته کړه چې دا د وزيراعظم عمران خان د هڅو نتيجه ده چې 41 كاله پس پاكستان د او آئي سي د خارجه وزيرانو د غېر معمولي غونډې كوربتوب وکړه او دا غونډه په کامیابۍ سره په پاکستان کې ترسره شوه






