پیښور کې غلو د څاروو سوداګر لوټ کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا په مرکزي ښار پیښور پشتخره پولیس سټیشن سره نزدې غلو یو تن نه ۳۱ یودیرش لکه روپۍ تښتولي دي.
د مشرق رپورټ مطابق د کوټې اوسېدونکی او د څارویو سوداګر سید رحمن زوی عبدالحکیم د خپل رپورټ د ثبتولو پر مهال پولیسو ته وویل، چې تېره ورځ یې له کوټې څخه غواګانې پيښور کې د خرڅولو لپاره راوستې، څاروي مې خرڅ کړلو او غلو رانه روپۍ وتښتولې او زه ی بې هوشه کړم.
د رپورټ مطابق کله چې یې هوش راغی نو معلومه شوه چې نامعلومو کسانو هغه په بډه بیر کې غورزولې وو. پوليس د نامعلومه کسانو په ضد مقدمه درج کړي ده او تحقيقات ئي شروع کړي دي۔ تښتول شوی سوداګر د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دې






