پاکستان کې انټرنیټ سپیډ ستونزه رامخې ته شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د ملک د نورو برخو په څير په پيښور او په قبایلي سیمو کې هم د انټرنيټ سيسټم خرابيدو له وجي خلقو ته ستونزي رامخي ته شوي دي.
په رسنیو کې چاپ د یو رپورټ مطابق د پاکستان او او افریقا ترمنځ د انټرنېټ کیبل خدمت د ځنډولو له وجهې مخې ته راغلې دې چې وروسته په ټول هیواد کې انټرنیټ بند شو. د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق دصوبائي سرښار پيښور کې هم په حکومتي اؤ غيرسرکاري ادارو کې آنلاين نظام سخت اغيزمن شوى او انلاين کاروبار سره تړلي خلک هم اغيزمن شوي او په ښار کې زیاتې د انټرنیټ خدمتونو مرکزونه تړل شوي دي.