پاک افغان د همکارۍ ټولنۍ د سیوري لاندې افغانستان سره د سعودي عرب له لوري بشري مرستې پیل شوې
نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم نن د چهارشنبې په ورځ د پاک افغان همکارۍ ټولنۍ د سیوري لاندې د سعودی عرب کنګ سلمان ریلیف سنټر له طرف نه د افغانستان د ځپلي اولس لپاره د بشري مرستو اولنې قافله نن افغان چارواکو ته حواله کړې شوه.
په تورخم پوله د اسلام امارت مشرانو او نمایندګانو ته د سعودي عرب د بادشاه سلمان د انساني مرستو او ریلیف مرکز له لوري ۱۶ د بشري مرستو ډک ټرکونه ورکړې شي، په دې امدادۍ سامان کي خوراکي توکی او غیرخوراکي توکي هم شامل وو.
د بادشاه سلمان د ریلیف مرکز څخه جاري شوي یو خبرلیک مطابق دا بشري مرسته په ۲۰۰ ټرکونه شامله ده، په دې مرسته کې ۳۰۰۰۰ دیرش زره د خوراکي توکو پیکج او ۱۰۰۰۰ غیر خوراکي توکو پیکج هم شامل دې. په دې امداد ي سامان کې د غریبو او مستحقو خلقو لپاره ۲۰۰۰۰ شل زره کمبلې او ۱۰۰۰۰ لس زره زنانه او ښځینه وګړو لپاره د ژمې د سخت ساړه نه د بچ کیدلو لپاره ګرم څادرونه او ماشومانو لپاره ګرمې جامې شاملې دي.
د مراسلې مطابق د سعودي عرب بادشاه سلمان له لوري دې بشري مرستو نه به ۲۸۰۰۰۰ دوه لکه او اتیا زره وګړو ته ګټه ورسي. افغان چارواکو په دې موقع د سعودي عرب حکومت او پاکستان چارواکو ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کې ی افغان اولس سره مرستې وکړي.
د یادونې ده چې په ۱۹ دسمبر په اسلام آباد کې اسلامی نړۍ د هیوادونو د همکارۍ د سازمان په ۱۷ غیرمعمولي غونډه کې د سعودي عرب حکومت له اړخه د افغانستان اولس لپاره د ۲۰۰ ملیونه ریال مالي امداد اعلان هم شوې دې. پاکستان په دې مهمه غونډه کې په ټوله نړۍ غږ وکړو چې په افغانستان کې د یو انساني بحران څخه د بچ کیدلو لپاره افغان اولس سره په بیړني توګه د بشري مرستو اړتیا ده.
………………………………………..