جاپان د افغانستان سره مرستې اعلان کړې

0
189

باغی ټي وي رپورټ
جاپان له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو مرستې پریکړه وکړه

جاپان پرېکړه کړې چې له افغانستان سره سل میلیونه ډالره مرسته وکړي.د جاپاني رسنیو د معلوماتو له مخې، حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تازه پیکج برابر کړي دي.
حکومتي چارواکي وايي، له افغان ولس سره د مرستې موخه په هېواد او شاوخوا سیمو کې د ثبات راوستل دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په ګډون ګڼ هېوادونه په دې سخت وخت کې له افغانستان سره مرستې کوي. وزيراعظم عمران خان افغانستان ته د پنځه اربه روپو بشري امداد منظوری هم ور کړے دے چي پکښي پنځوس زره ميټرک ټنه غنم ،داروګان او طبي سامان شامل دې.

Leave a reply