په لنډیکوتل کې د ټاکنو پایلې نه منو، د امیدوارانو اعلان

د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او نور د ټاکنو امیدوارن په لنډیکوتل کې په یوه غونډه کې ګډون کوي.
باغي ټي وي رپورټ
په تحصیل لنډي کوتل کې په انتخاباتو کې د شوې درغلۍ او نتیجو په ضد به نن د چهارشنبې په ورځ ماسپښین درې بجې د خیبر مارکیټ مخې ته د پاک افغان لویه لار وتړل شی او ځای امیدواران به احتجاج پیل کړي.
د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او په بلدیاتي ټاکنو کې د چیرمین څوکۍ لپاره امیدوارانو په ګډه یو بیان کې ویلي دي چې په لنډیکوتل کې په بلدیاتي ټاکنو کې درغلي شوي ده او دوی ته د ټاکنو نتجي نه دي منظوري، دوی ویلي دي چې نن د چهار شنبي په ورځ په د پیښور او تورخم لویه لار ددې درغلیو په ضد وتړي.






