افغانستان کې سوله به په ګاونډي هیوادونه ډیره ښه اقتصادي اغیزه ولري: صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي

0
61

نصیب شاه شینواري
د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي د سه نهې په ورځ د سوداګرو د اتحادیی یو پلاوي سره په خبرو کې ویلي دي چې چې سوله ییز افغانستان به نه یوازې د افغانستان بلکې د ګاونډیو هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې هم مرسته وکړي او دا به ددې هیوادونو او سیمو په اقتصادي ګټه تمام شي.

د اې پي پي رپورټ مطابق صدر پاکستان اوویل چې د خېبر پښتونخوا سرحدي سیمې او په خاصه توګه د خېبر ضلعې سیمې خلق د افغانستان سره د تجارت څخه ډېره ګټه پورته كولې شي۔
صدر پاکستان د ا څرګندونې د خېبر چيمبر آف كامرس اېنډ انډسټري (KCCI) پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې، ددې پلاوي مشري د كي سي سي آئي صدر سيد حسن علي شاه کوله کوم چې په اسلام آباد ايوان صدر صدر پاکستان سره لیدنه وکړه.
هغه په اسلام اباد کې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو د 17مې فوق العاده غونډې د کوربه توب لپاره د حکومت هڅې وستایلې او وې ویل چې دا به په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د نړیوال ملاتړ په راټولولو کې مرسته وکړي.
ډاکټر علوي اوویل چې د سوداګرو ټولنې د اسانتیاوو او ملاتړ لپاره جدي هڅې روانې دي او شوي دي ځکه چې هم دا تجارت هلې ځلې د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې ستر رول لوبوي.
هغوی ووئيل چې حكومت په خېبرپښتونخوا كښې د پخوانۍ فاټا ضم كړې شوې ضلعو كښې په بېلا بېلو څانګو كښې يو شمېر پرمختيائي پروژې پېل كړې دي او د دې پروژو څخه به د سيمې خلق ګټه پورته کړي.
سید جواد حسین کاظمي صدر پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې په پاک افغان پوله دې ډیوټي فري دوکانونه جوړ کړې شي او په دې سیمه کې د انډیسټریل زون هم جوړ کړې شي.
د خېبر چیمبر صدر سید حسن علی شاه صدر عارف علوی د خېبر ضلعې د ملاګوری ماربل انډسټری او د باړه سټیل صنعتونو د مشکلاتو نه هم خبر کړو او غوښتنه ئې وکړه چې د خېبر ضلعې صنعتکارانو ته دې په بیړنی توګه د بجلۍ او نور سهولتونه ورکړے شی.
صدر پاکستان سره په ملاقات کې د خېبر چیمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر سید حسن علی شاه د ایکسپورٹرز لپاره د ای فارمونو اخستلو په اړه د SBP په پالېسۍ کښې د بدلون په اړه د اندېښنې څرګندونه وکړه او وې ویل چې د صوبه سرحد د صادرونکو سوداګرو لپاره د ای فارمونو اخستلو په اړه د صوبې په پالېسۍ کښې بدلون راغلی دی. حسن علي شاه اوویل چې په ضم قبایلی علاقو کې تر ۲۰۲۳ پورې ټیکس اخستنه معاف ده او دا غیرقانوني ده چې ایف بي آر په دې سیمو کې تاجرانو څخه ټیکس اخلي.هغه زیاته کړه چې ایف بی آر باید د سوداګرو څخه د ټیکس راټولولو مخه ونیول شي.
د خیبر چیمبر په دې پلاوي کې د خیبر چیمبر ګروپ مشر سید جواد حسین کاظمی، نائب صدر محمد یوسف آفریدی، د چیمبر پخوانی صدر او د آل قبائلی تجارت چیرمین کرنل (ر) محمد صدیق آفریدی، د شمالی وزیرستان چیمبر آف کامرس اینڈ انډسټری صدر حاجی قدیر الله خان وزیر هم وو. معین الدین خان، هارون صابر، وقار نواز، اعجاز زرین، کامران رضا، عبداللطیف مهمند، حماد کاظمي او علي فیصل شامل وو.

Leave a reply