عمران خان د پاکستان یواځینې امید دې: ډاکټر شهباز ګل

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم ویاند او د سیاسی ابلاغ ځانګړې مرستیال ډاکټر شهبازګل په یو بیان کې ویلي دي خیبر پښتونخوا کې پاکستا ن مسلم لیګ ن ماتې خوړلې ده، دا پارټۍ ن منځه تلې ده او وس دا صوبه د پاکستان تحریک انصاف قلعه ده.
د اې پي پي رپورټ مطابق د نهې په ورځ د احسن اقبال د جاري شوی یو بیان په غبرګون كښې هغه ووئيل چې د نااهل ليګ هيلې د ځائي حكومت ټاكنو نه تاوېږي.
هغه اوویل چې د تېرو 8 كلونو څخه پي ټي آئي په خېبر پختونخوا كښې تر ټولو مقبول او مضبوط ګوند پاتې شوې دې.
ډاکټر شهباز ګل زیاته کړه چې نون ليګ په خېبر پختونخوا كښې ختم شوې او دا پارټي وس صرف په پنجاب کې دیو څو حلقو او سیمو پارټي ده.
هغه اوویل چې وزیراعظم عمران خان د پاکستاني اولس یواځینې امید، هغه اوویل چې نن د په خیبر پښتونخوا کې په بلدیاتي ټاکنو کې د پي ټي آی په ماتې خوشحالي کوونکي به سبا زمونږ په ګټه اوژاړي.






