انعام الله سمنګاني: د تېرې شل کلنې جګړې متضررینو سره مرستې کوو
انعام الله سمنګاني: د تېرې شل کلنې جګړې متضررینو سره مرستې کوو
د یادونې ده چې په همدې تړاو نن په کابل کې یو شمېر خلک د امریکا سفارت مخې ته د اعتراض په شکل راغونډ شوي وو او له امریکا یې د افغانستان د کنګل شوې مالي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
(2021 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د تېرې شل کلنې جګړې له زیانمن شویو سره نغدي مرسته کوي.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې نن د کابینې غونډه کې د شهدا او معلولینو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې ده چې هر یتیم ماشوم ته دوه زره، هر فلج شوي ته ۱۵ زره او هر معلول ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي پیسې ورکړي.
دا پرېکړه وروسته تر هغه کېږي چې تر وروستیو تحولاتو وروسته پر افغانستان د بندیزونو له امله د خلکو اقتصاد خراب شوی او د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
د یادونې ده چې په همدې تړاو نن په کابل کې یو شمېر خلک د امریکا سفارت مخې ته د اعتراض په شکل راغونډ شوي وو او له امریکا یې د افغانستان د کنګل شوې مالي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.