امارت اسلامی به زر په افغانستان کښې د حکومت اعلان وکړي

0
46

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم مشرق نیوز سره په انټرویو کښې ویلي دي چې طالبان به ډیر زر په افغانستان کښې حکومت جوړ کړي،دوی وای چې طالبانو په دو اونېو کښې د ټول افغانستان کنټرول لاس ته راوړو.

ډاکټر محمد نعیم اوویل چې په افغانستان کښې د ښځو په کار هیڅ کوم بندیز نشته خو ښځو له به د اسلام په چوکاټ کښې ټول حقونه ورکړې شي.
نوموړې وای چې د حکومت جوړولو لپاره مشورې او کار روان دې او ډیر زر به په افغانستان کښې حکومت جوړ شي او ددې حکومت اعلان به وشي. دوی دا هم اوویل چې نه به د بل ملک په داخلي چارو کښې کار ولري او نه به بل هیواد ته اجازت ورکړې چې د افغانستان په داخلي چارو کښې کار ولري.

یو اهمه خبره چې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند وکړه او هغه داده چې دوی اوویل چې په کوم هیوادونو کښې چې داسې حالت راشي لکه په افغانستان کې چې راغلل نو هلته درې میاشتو پورې ایمرجنسي وي خوامارت اسلامی داسې و نکړل او یوه ورځ ی هم ایمرجنسي و نه لګوله.

Leave a reply