د ټاکنو لپاره ټاکنو استاذانو د ستونزو سره مخ وو

0
289

باغي ټي وي رپورټ
د آل ټيچرز ايسوسي ايشن ډپټي چيئرمېن ملک نادرشاه خيرالله مکرم شريف الله شېر جان خالد او نورو استاذانو يو خبري غونډي ته په وينا كښې ووئيل چې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د بازار ذخه خیلو پشمول نورو پولنګ سټېشنو كښې له سختو ستونزو سره مخ شو.

د خرابو او کمو امنيتي انتظاماتو له امله استاذان غیر محفوظ وو، په داسې حال کې چې د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې پر ښوونکو بريدونه هم اوشو او سخت ژمې او ساړه کې ی ټوله شپه هم تیره کړه او دوی د سختو ستونزو سره مخ وو. هغوی اوویل چې الیکشن کمیشن خو استاذانو ته د مجسټریټ اختیارات ورکړي وو خو دوی لپاره د خوراک څښاک هیڅ انتظام نه او په واپسۍ کې د ایف سي ځواک اهلکار ددوی سپکاوي هم وکړه او دوی سره ی ناروا سلوک هم وکړو.
د استاذانو اتحادیی مشرانو خبرداری ورکړو چې په راتلونکي وخت کې به په بازار ذخه خیلو کې د ټاکنو په وخت ذمه واري نه ترسره کوي.

Leave a reply