جاپان اعلان کړی چې افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي 

0
156

جاپان اعلان کړی چې افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي 

یو شمېر جاپاني رسنیو د جاپان بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام او یونیسف په ګډون د ۱۶ نړیوالو سازمانونو له لارې په افغانستان کې لګول کېږي.

 

(2021 / 12 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جاپان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي.

یو شمېر جاپاني رسنیو د جاپان بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام او یونیسف په ګډون د ۱۶ نړیوالو سازمانونو له لارې په افغانستان کې لګول کېږي.

د راپورونو پر بنسټ، جاپان دغه مرستې په افغانستان کې د خوړو، روغتیايي توکو او پاکو اوبو په برخه کې لګول کېږي.

د مالوماتو له مخې، جاپان هېواد تر دې وړاندې هم په اوکټوبر میاشت کې له افغانستان سره ۵۸ میلیون ډالرو مرسته کړې وه.

اړوند موضوعات: 

جاپان لۀ افغانستان سره پۀ بشر دوستانه مرستو او د اړیکو پۀ پراخوالي ټینګار کړی

دغه مرستې په داسې مهال اعلانې شوي چې لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت د کوم هېوا له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د یادونې ده چې د ایټالیا حکومت هم له افغانانو سره د ۲۱ میلیون یورو د مرستې خبر ورکړی دی.

Leave a reply