په ضلع خیبر کې د ویلج کونسل امیدوارانو غوښتنه کړې چې بیا دې ټاکنې وشي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې وي سي 16 علي مسجد په پولنګ سټېشن کښې درغلي شوې ده، اليکشن کميشن دې دوباره پولنګ و کړي۔ د امیدوارانو خبري غونډې ته وینا
د جمرود علي مسجد امیدوارانو ظهور، ضیاءالحق، حاجي وحید، پیر افریدي او ګل تاج جمرود پریس کلب کې یو خبري کانفرنس ته وینا کې ویلي دي چې په وي سي ۱۶ کې د ووټ اچوونې په دوران درغلي شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د رايې ورکونې بهير د غرمې په ١٢ بجو بند او د ماسپښين په درېيو بجو پيل شوى و، د رايې ورکوونکو د رايې ورکولو مخه ونيول شوه، د رايې ورکولو کارکوونکو ته لارښوونه شوې وه، چې د شپې تر ١١ بجو دې رايې اچونې ته دوام ورکړي، خو کارکوونکو دغه لارښونه رد کړه او ودرېدل. رایه اچونه د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شوه چې له امله یې زیاتره رای ورکوونکي ونه توانیدل چې خپلې رایې ورکړي.
امیدوارانو غوښتنه وکړه چې په دې وی سي دې بیا ټاکنې وشي چې په صفا او جمهوري طریقه د امیدوارانو ټاکنه وشي.






