خلق دې ټول سرکاری امانتونه امارت اسلامی ته حواله کړي

0
44

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامي افغانستان د طرف نه عام وګړو او سرکاری اهلکارو ته دا پیغام جاري شوي چې دوی دې دولتي ملکیت ټول شیان امارت اسلامی ته حواله کړي.

د میډیا رپورټ مطابق د امارت اسلامی ویاند ذبیح الله مجاهد یو ټي وي چینل سره په خبرو کښې اوویل چې چې سرکاري اهلکارسره که د دولت ملکیت څه څیز وي باید زر تر زر ی طالبانو ته ورکړي چې د حکومت چاري په ښه توګه پیل کړې شي.
د میډیا رپورټ مطابق د افغانستان په نوي حکومت کښې به ټول قبایلی مشران او د طالبانو کمانډران ته برخه ورکولې شي اوداسې اطلاعات دي چې د نوي نګران حکومت جوړولو لپاره په ۱۲ دولس نومونو باندې غور روان دې.

Leave a reply