هوایی ډزې، په پیښور کې په درځنو کسان نیول شوي دي

0
184

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کښي د بلدياتي انتخاباتو دوران د قانون خلاف ورزي کولو په ضد 22 مقدمي درج کړے شوي دي۔ د مشرق نیوز رپورټ مطابق یو شمېر هغه کسان په بلدیاتي ټاکنو کې ی خپلې بریایی د لمانځلو لپار هوایی ډزې وکړې او د پولیس له لوري اونیول شول.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي ویډیوګانې ښیې چې ځینې خلقو په ښکاره توګه په عامو غونډو کې هوایی ډزې کړي دي.دپوليسو ترمخه په پيښور کې دانتخاباتو په مهال د ورانکارۍ پشمول په بيلا بيلو تورونو کې 22 مقدمې درج شوي دي. دغه راز يو شمير کسان چې په هوايې ډزې يې کړي هم نيول شوي او پر ضد يې مقدمې درج شوي دي.
دپوليسو چارواکو وينا ده چې په سوشل ميډيا وائرل شوي ويډيوګانې هم کتل کیږي او د پیژوندلو نه وروسته به نور کسان هم ونيول شي.

Leave a reply