متقي ویلي دي چې د افغانستان په اړه عمران خان څه د سپکاوې خبره نه ده کړې

0
79

باغي ټي وي رپورټ
په اسلام کې د اسلامی نړۍ د همکاریو سازمان د ۱۷ غیرمعمولي او مهمه غونډه کې برخه اخستلو نه پس د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولانا امیر خان متقی رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په اسلام آباد کې د او آیی سي غونډه کې ګډون کوونکو د افغانستان لپاره خبره وکړه .

د ډان ورځپانړۍ یو رپورټ مطابق مولانا امیر خان متقي اوویل چې عمران خان د افغانستان پخواني حکومت باندي تنقید وکړو او هم دغه شان د افغانستان پخواني حکومت چارواکو په دې ردعمل څرګند کړې دې.
متقي د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي د عمران خان د افغانستان په اړه جاري شوې بیان رد کړې دې او ویلي دي چې د او ایی سي په دې غونډه کې برخه اخستونکو د افغانستان لپاره خبره وکړه.
د ډان رپورټ مطابق متقی اوویل چې چې د عمران خان به بیان کې زه کوم سپکاوې نه وینم ، هغه زیاته کړه چې دا کوم داسې بیان نه وو چې ددې په ځواب کې کوم دولتي بیان جاري شوي، هغه زیاته کړه چې مونږ له په کار دي چې دا بیان منفي وا نه خلو ، هغه اوویل چې په اسلام آباد کې دا غونډه یوه ډیره لویه او مثبت غونډه وه او پایلې به ی ډیرې ښې وي.

Leave a reply