په ظلم او په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کې د هندي فوځ ظلمونه دوام لري

باغي ټي وي رپورټ
د هند د فوځ او حکومت د ناقانونه قبضې او په مقبوضه کشمیر کې د هندي فوځ ظلمونه ، د کشمیر ځوانانو وژنه دوام لري، په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق هندي فوځ په جعلي مقابله کې یو کشمیري ځوان شهید کړې دې.
په رسنیو کې د یو رپورټ مطابق نن په مقبوضه کشمیر کې د هندي فوځ له لوري اعلان شوي کرفیو ۸۶۹ ورځ ده چې هندي فوځ په خپلو کورونو کې د ۱۲ ملیونو څخه زیات کشمیري مسلمانان په خپلو کورونو کې د ګرځبندیز په ذریعه زنداني کړي دي او دوی ته اجازت نه ورکول کیږي چې د کورونو نه بهر را اووځي، په کشمیر کې د هند حکومت له اړخه په انټرنیټ او موبایل سروس هم بندیز لګیدلې دې.






