په پاکستان کې د افغانستان په اړه د او آیی سي غیرمعمولي غونډه، پاکستان او عمران لپاره یو لوی اعزاز دې: شاه محمود قریشي

عمران خان د او ایی سی غیرمعمولي غونډې ته وینا کوي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ۱۷مې غیر معمولي غونډې په اړه ویلي دي چې د ټرسټ فنډ جوړول او د افغانستان د بانکدارۍ د نظام د بحالولو لپاره یو پریکړه لیک ستر بریالیتوبونه دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د بهرنیو چارو وزیر، د غونډې یوه ورځ وروسته په یوه بیان کې وویل چې خدای د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې پاکستان ته ډیر عزت او بریالیتوب ورکړو چې د او آیی سی د هیوادونو یو شمیر استازو په پاکستان کې په ۱۷ غیرمعمولي غونډه کې ګډون وکړو.
ده ووئيل چې د 20 خارجه وزيرانو، 10 نائب خارجه وزيرانو او 437 استازو ګډون د پاكستان لپاره لويه كاميابي ده او د پاكستان او سعودي ترمېنځه د هماهنګۍ له وجې يو لوي پرمختګ دے۔
قریشي اوویل او یادونه ی وکړه چې دا د طالبانو خبره نه ده، بلکې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو خبره ده. افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي. دوی په عاجله توګه درملو او خواړو ته اړتیا لري .
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تعلیمي ادارې یوازې هغه وخت فعالیت کولی شي چې حکومت د معاشونو ورکولو لپاره وسائل ولري.هغه وویل چې امریکا باید د خلکو اړتیاوو ته په پام سره پر خپلې پالیسۍ له سره کتنه وکړي.
هغه د ټولو اړوندو ادارو او اشخاصو څخه هم مننه وکړه چې ددې غیرمعمولي غونډې په اړه یې د راپور ورکولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت کارمندانو، د ملي شورا رییس، مشرانو جرګې غړیو او د فوځي چارواکو او سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو په ګډون د غونډې د ساتلو لپاره د هلې ځلو او ښو ګامونو ستاینه وکړه او ددوی څخه ی مننه وکړه.






