په خیبر پښتونخوا کې پي ټي آیی ماتې سره مخ شوې ده

0
184

باغي ټي وي رپورټ
په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لمړي پړاؤ کې پي ټي ائي نه يواځې په گڼ شمير سيمو کې ماتې وخوړه بلکې حریف جمعيت علماء اسلام (ف) هم په ډیرو سیمو کې د پي ټي آیی څخه وړاندې ده او ډیر سیټونه ی ګټلي دي.

د جیو نیوز رپورټ مطابق جے یو آئی په 64 تحصیلونو کې 19 څوکۍ ګټلي دي، تحریک انصاف په 15 تحصیلونو کې مخکې دی او په 12 تحصیلونو کې آزاد امیدوارانو ګټلې ده، عوامي نیشنل ګوند هم په 8 تحصیلونو څوکۍ ګټلې دي.
جماعت اسلامي په دريو، تحريک انصاف پاکستان او مسلم ليگ ن په دوو تحصيلونو کې او د پيپلز پارټي امیدواران په يوه تحصيل کې مخکې دي.

Leave a reply