د افغانستان په اړه د نړۍ هیوادونو یو شمیر استازو سره محمد صادق لیدنه کړې ده
نصیب شاه شینواري
د پاکستان وزیراعظم عمران د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د او ایی سي د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې ی د افغانستان لپاره له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازو سره ی لیدنه کړې ده ، هغه لیکي چې په دې ملاقاتونو کې په افغانستان کې د وروستیو دوو کلونو د وچکالۍ او بندیزونو له امله د رامنځته شوي بشري وضعیت په اړه ی استازو سره ډیر ګټورې خبرې کړي دي او د افغان اولس ستونزو څخه ی دا استازې خبر کړي دي.
محمد صادق وایی چې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو د کنفرانس د ګډون کوونکو په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه بحث وکړو او د افغانستان اولس سره ی د مرستېو لپاره د بیړني مرستو لپاره فنډ جوړ شو.
محمد صادق لیکي چې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر او د اسلامی نړۍ د هیوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي نماینده سره ی هم د غونډې په ترڅ کې لیدلي دي او په افغانستان کې راپیښ د اقتصادي ستونزو او د اولس په مشکلاتو ی ورسره خبرې کړي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي ایشیا لپاره مشر رسول موسوي په یو بیان کې ویلي دي چې په اسلام آباد کې ی د اسلامی نړۍ د همکاریو سازمان ناستې درشل کې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانگړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي، هغه وایی چې په دې لیدنه کې ی د افغانستان اولس لپاره د بشر دوستانه مرستو استولو په اړه ټینګار کړې دې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا د برخې مشر رسول موسوي وایي اسلام آباد کې د همکاریو سازمان ناستې درشل کې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانگړي استازي صادق خان سره افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو استولو په تړاو خبرې کړي دي#1tvnewsaf pic.twitter.com/ep3LGK8afO
— 1TVNewsAF (@1TVNewsAF) December 18, 2021
د یادونې ده چې په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ چې ټول افغانستان د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلو، نیټو او امریکایی ځواکونه د افغانستان څخه اووتل، نزدې ټول سفارتونه په کابل کې تړلي وو خو په پایه تخت کابل کې د پاکستان سفارتخانه بیا هم نه وه تړلې ، د پاکستان سفارت د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو په ښه او محفوظه توګه واپس تللو کې ډیر مثبت رول ولوبولو او ددې تصدیق په خپله د ملګری ملتونو استاز، امریکایی چارواکو او د نیټو هیوادونو نمایندګانو هم کړې چې پاکستان د افغانستان نه د نیټو د انخلا په دوران یو ډیر ښه او مثبت کردار ادا کړو.
…………………………………………………..