په افغانستان کې بې ثباتي به نړیوال امن هم بد متاثره کړي: سعودي عرب

0
228

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت کې اسلام آباد کې سعودي عرب د افغانستان په اړه د اسلامی نړۍ هیوادونو د همکارۍ سازمان غونډه رابللې وه چې پاکستان ی کوربه توب وکړو او د افغانستان په موجوده اقتصادي حالت په دې غونډه کې ډیرې ګټورې خبرې او لارښودنې وشوې.

په داسې حال کې چې دا غونډه ترسره شوه ددې غونډي لارښودنې او د افغانستان اقتصاد غورزیدلو نه د بچ کیدلو لپاره عملي ګامونه ته ضرورت دي، سعودي عرب د یو ارب ریال مرستې اعلان وکړو او په دې اعلان سره ی د افغان اولس او حکومت زړونه وګټل.
د افغانستان کنګل شوي ۹.۵ ملیارده ډالرو د بحالولو ته ډیره سخته اړتیا ده ځکه چې حکومتي مشینري چلولو یو ډیر مشکل کار دې، که اسلامی نړۍ واقعي د افغانستان په حال اندیښمنه وي نو باید په مغربي نړۍ فشار واچوي چې د افغانستان کنګل شوي روپۍ ټولې بحال کړي،افغانستان ته ی ورکړي چې ددې ملک په حکومت او د اولس په خیرښیګړه خرڅ شي.

داې پي پي پورټ مطابق د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې اقتصادي مشکلاتو له وجهې ي امکان لري چې بشري بحران رامینځته کړي او نور بې ثباتي رامینځته کړي، هغه زیاته کړه چې دا بحران به نه صرف دا هیواد بد متاثر کي بلکه په نړیواله سوله به هم بده اغیزه وکړي.

Leave a reply