جنرال باجوه: بې ثباته افغانستان د نړۍ پۀ زیان دی؛ نړۍ دې د افغانستان د ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي 

0
273

جنرال باجوه: بې ثباته افغانستان د نړۍ پۀ زیان دی؛ نړۍ دې د افغانستان د ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي جاسپر ویک او د افغانستان په اړه د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر پرسناري مرسودي سره کتلي دي.

 

(2021 / 12 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر ویلي، چې نړۍ نه شي کولای چې بې ثباته افغانستان ومني.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي جاسپر ویک او د افغانستان په اړه د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر پرسناري مرسودي سره کتلي دي.

ویناوالو ټینګار وکړ چې نړۍ نه شي کولای یو بې ثباته افغانستان ومني.

تر دې وړاندې هم جګ پوړو پاکستانیو چارواکو د افغانستان د ثبات لپاره پر نړۍوالو غږ کړی دی.

ښاغلی باجوه دا لیدنه او څرګندونې پۀ داسې حال کې تر سره کوي چې نن ورځ د افغانستان پۀ اړه د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه ترسره شوه او د افغانستان د ثبات لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

 

Leave a reply