پاکستان د افغانستان په اړه د شپږو نقطو ایجنډا وړاندې کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بشري ناورین، د خوراکي توکو د خوندیتوب او اقتصادي بیارغاونې او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اداري ظرفیت د لوړولو لپاره یوه شپږ ماده ییزه ستراتیژي وړاندې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو ۱۷مه غونډه پیل شوه. د اې پي پي رپورټ مطابق پاکستان په افغانستان کې د دوامدارې بشري او مالي مرستو د راوستلو لپاره د OIC هیوادونو په دننه کې یو ځانګړي میکنزم او نظام وړاندیز وکړو.
د بهرنیو چارو وزیر د افغان ځوانانو د ښوونې او روزنې او مهارتونو د روزنې په برخه کې د دوه اړخیزو او یا هم د OIC پلیټ فارم له لارې د پانګونې د زیاتولو غوښتنه وکړه.
قریشي د OIC او ملګرو ملتونو د کارپوهانو د یوې ډلې د جوړولو وړاندیز وکړو، هغه زیاته کړه چې په جګړه ځپلي هیواد کې د بانکي خدماتو د بیا ژوندي کولو لپاره په لارو چارو غور وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته د درناوي د تضمین ترڅنګ د سیاسي او ټولنیزې ټولګټې د راوستلو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د هیلو د پوره کولو په موخه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
هغه د OIC د مشر په توګه د غونډې د رابللو او په پاکستان د غیر معمولي غونډې کوربه توب کولو لپاره د سعودي عربستان ستاینه وکړه.د نورو استازو ترڅنګ، هغه په لنډ خبرتیا کې د غونډې لپاره د چټک تحرک او ترتیب لپاره د OIC عمومي منشي هم هرکلی وکړ.هغه وویل چې په لنډ وخت کې د OIC مشرانو غونډې هم په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل لپاره د دوی ژمنې یو ځل بیا تاکید کړې.






