په جمرود کي په ووټ اچوونه کې درغلي ، امیدوارانو د پولنګ څخه بایکاټ اعلان کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د ټاون ون سیمه کې بلدیاتي ټاکنو کې استازو د رای ورکولو څخه بایکاټ اعلان کړې دې ، او په ښځینه رای ورکولو مرکز وزیر ډهنډ کې د ټاکنو په وخت د درغلیو تور ولګولو.
جمرود پريس کلب کښې يوي خبري غونډي ته دوينا په مهال د ټاؤن ون نه د ټاؤن ون اميدوار نصیب ګل، حاجي سعيد سميع او نورو تورونه لګولي وو چي لس ورځي وړاندي اسسټنټ کمشنر جمرود د ټاؤن ون په غاړیزه کښي د زنانو لپاره د پولنګ سټيشن جوړولو غوښتنه کړي ، مرستیال کمېشنر په همکارۍ د ښځو د رایې ورکولو مرکز له غاړیزې څخه وزیر ډنډ ته انتقال کړ.
امیدوارانو اوویل او تور ی ولګول چې کله زمونږ د پولنګ ایجنټان له رايې ورکولو مخکې د رايې ورکولو مرکز ته ورسېدل نو هغوى د رايې ورکولو په مرکز کې د رايو صندوقونه ډک وليدل. زمونږ ایجنټانو اعتراض وکړ خو هغوی ته يې ګواښ او وروسته بیا مونږ د ووټ اچوونې بایکاټ وکړو.





