د او آیی سي او نور د نړۍ هیوادونو استازو ته د او ایی سی په دې غونډه کې ستړي مشي وایم: شاه محمود قریشي

0
132

باغي ټي وي رپورټ
په اسلام آباد کې نن په ۱۹ دسمبر د پاکستان په کوربه توب د اسلامی نړۍ د هیوادونو د همکارۍ سازمان(او آیی سي) ۱۷ اوولسمه غونډه کیږي، پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کې ویلی وو چې ددې غونډې بنیادي مقصد هم دادې چې پاکستان به ټوله نړۍ د افغانستان په اړه خبر کړي چې دلته دې پخوانۍ تیروتنې بیا نه تکراروي.

په خپل ټویټر پانړه شاه محمود قریشي لیکلي چې زه په پاکستان کې د او ایی سي په ۱۷مې فوق العاده غونډې کې د ګډون لپاره ټولو استازو ته ښه راغلاست وایم او ددوی په راتګ خوښي څرګندوم.
قریشي لیکلی چې ددې غونډې څه ګډون کوونکو سره ی پرون لیدنه هم وکړه چې په دې لیدنه دوی ډیر خوشحاله دي، هغه وایی چې د نن غونډې لپاره سترګې په لار یو.
د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي چې د افغان پلاوي نمایندګي کوي ،هم اسلام آباد کې دې، اسلام آباد کې رسنیو سره په خبرو اترو کې هغه اوویل چې په افغانستان کې جنګ ختم شوي، د افغانستان خاوره به د کوم هیواد په ضد د استعمالولو اجازت و ر نه کړ، هغه زیاته کړي چې نړۍ باید افغانستان سره رسمي اړیکي ټینګي کړي.
………………………………………

……………………………………

……………………………………

Leave a reply