د پاکستان لومړی وزیر: تېر شل کاله افغانستان د امریکا لۀ خوا اشغال ؤ

د پاکستان لومړی وزیر: تېر شل کاله افغانستان د امریکا لۀ خوا اشغال ؤ
عمران خان د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان اشغال کړی و او بلاخره له کومې لاسته راوړنې پرته له دغه هېواده ووته.
(2021 / 12 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد ملاتړ وکړي.
نوموړي له الجزیره سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، دی نه پوهېږي چې امریکا شل کاله په افغانستان کې د کومو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې وه.
عمران خان د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ده چې امریکا شل کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان اشغال کړی و او بلاخره له کومې لاسته راوړنې پرته له دغه هېواده ووته.
هغه دغه راز په پاکستان کې د بېنظیر بوټو کورنۍ پر فساد تورونه کړې ده او ویلي یې دي چې هغوی د خپلو شخصي ګټو لپاره ټول پاکستان له لوږې سره مخ کول غواړي.






