پاکستان به د اسلامي نړۍ هیوادونو د تنظیم په غونډه کې نړۍ خبره کړي چې په افغانستان کې تیروتنې بیا نه تکراروي: شاه محمود قریشي

نصیب شاه شینواري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خالي په ورځ په پایه تخت اسلام آباد کې خپل افغان سیال ته وویل چې یو ټول شموله حکومت او د بشري حقونو او د ا ښځو د حقونو ته درناوی د افغان حکومت په ګټه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو عبوري وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي دي چې پاکستان د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت ته د نړۍ د پام را اړولو لپاره عملي هڅې کوي چې نړۍ دې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق امیرخان متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په ۱۷مه فوق العاده او غیر معمولي غونډه کې د ګډون لپاره پایه تخت اسلام اباد ته رسیدلې دې او د یکشنبې په ورځ چې دا غونډه تابیا شوي ،ګډون وکړي.
قریشي وویل چې ددې غیر معمولي غونډې کوربه توب هم د خپلو افغان وروڼو د ملاتړ لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وه. هغه افغان سيال ته وويل، چې د دې ناستې له لارې به پاکستان نړۍ ته ووايي، چې تېرې تېروتنې نه تکراروي او د افغانستان د امن لپاره دې مثبت رول ولوبوي چې دلته امن ټینګ شي چې دا به د ټولې نړۍ په ګټه وي.
د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغانانو سره د پنځه میلیارده افغانیو د مرستې د اعلان په اړه افغان ولسمشر ته وویل چې حکومت د افغانانو لپاره د خوراکي توکو، داروګانو او ۵۰ زره مټریک ټنه غنمو مرستې هم تیارې کړی دی.
قریشي اوویل چې ډیر زره ته د پاکستان یو پلاوې په افغانستان کې د هغه روغتونونو ته سفر وکړي کوم چې د پاکستان له اړخه د افغان اولس لپاره خدمتونه کوي.
……………………………….







