پاکستان سفیر د افغان پلاوي مشر مولوي امیرخان متقي ته ستړي مشي ویلي

0
165

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سفیر په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې په پایه تخت اسلام آباد کې ی افغان پلاوي مشر مولوی امیر خان متقي ته ستړي مشي اوویل او دوی سره ی ناسته هم وکړه .

په ټویټر پانړه په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په فوق العاده غونډه کې د ګډون په موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت د حل په لارو چارو د بحث لپاره اسلام اباد ته راغلې دې.
د یادونې ده چې په اسلام آباد کې د اسلامی نړۍ هیوادونو تنظیم اوولسمه غونډه د افغانستان په اړه تابیا شوي ده ، په دې مهمه غونډه کې به د افغانستان په اړه ، ددې ملک د اقتصادي ستونزو او د یو لوی انساني بحران د مخنیوي لپاره په بیله بیلو موضوعاتو ټینګار وشی او ددي ستونزو د هوارولو لپاره به لارې وکتلې شي.

Leave a reply