پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامی نړۍ هیوادونو د لوی غونډې کوربه توب کوي
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د روستیو پیښو نه پس د پاکستان حکومت نړۍ په دې خبره کړې ده چې د افغانستان ستونزې ته باید ځانګړې پام لرنه وشی او دا هیواد باید یواځې پرې نه ږدي.
هم د پاکستان په کوششونه د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې سبا په ۱۹ دسمبر د اسلامي هیوادونو د همکارۍ تنظیم او آیی سی ۱۷ لویه غونډه ترسره کیږي ، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د یو لوی انساني بحران نه د بچ کیدلو او د افغان اولس سره د بشري مرستو په اړتیا او یو شمیر نور مهمو ستونزو او موضوعاتو به ټینګار وشي.
پاکستان له وروستیو پېښو وروسته د افغانستان په اړه د تر ټولو لویې نړیوالې غونډې کوربه دی، په اسلام آباد کې د ۵۴ هېوادونو ۱۵۰ استازي د OIC په ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.
په دې مهمه غونډّ کې د متحده ایالاتو، امریکا ، انګلستان، فرانس، چین، روسی، جرمني او اروپايي اتحادیې استازي هم ګډون کوي.
یاده دې وی چې د پاکستان وزیرخارجه وزیر هم نن په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ ټولې نړۍ منلي دې او وس ی ورته ځانګړې پاملرنه هم زیاته کړي ده. هغه وایی چې په افغانستان کې که بانکي نظام فعال نه شی او دې هیواد سره بشري مرستې و نه شی ، دې هیواد ته توجه و نه شی نو دلته به یوه لویه ستونزه پیدا شي چې نړۍ به هم بده متاثره کړي.