افغانستان د جنګ حالت څخه وتلې دې، وس په دې هیواد کې امن دې: مولوي امیرخان متقي

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې سبا ۱۹ دسمبرد افغانستان په اړه د اسلامی هیوادونو د همکارۍ تنظیم، او آیی سي، ۱۷ غونډه ترسره کیږي، په دې غونډه کې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پایه تخت اسلام آباد ته رارسیدلې دې.

په اسلام آباد کې رسنیو سره خبرو اترو کې متقي اوویل چې په افغانستان کې وس امن راغلې او په دې هیواد کې وس جنګ پای ته رسیدلې دې، هغه زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت دې او د جرمونو کچه صفر ته راټیټه شوي دې نو باید چې نړۍ دې هیواد ته پام وکړي او رسمي اړیکې ورسره ټینګي کړي.

Leave a reply