عمران خان وایی رشوت د یو هیواد لپاره تباهي او بربادي ده

0
108

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان دجمعې په ورځ په یو انټرویو کې ویلي دي چې ديو ملک دتباهۍ يو علت کرپشن دې ، هغه زیاته کړې اؤ وئيلي يې دي چې په نړۍ کې هیوادونه دغربت لامل د وسائلو کمښت نۀ بلکې ددې هیوادونو دمشرانو کرپشن دى. چې دا هیوادونه ی د غربت ښکار دې.

فساد هغه څه دي چې یو هیواد ویجاړوي. بې وزله هیوادونه د دې له امله نه دي چې دوی د سرچینو کمبود لري بلکې د دې لپاره چې مشرتابه یې فاسد دی.
وزیراعظم عمران خان د الجزیرې سره په مرکه کې اوویل چې د مخ پر ودې هیوادونو ځکه غریبه او بې وزله دې چې واکمن اشرافي پیسې غلا کوي اود سمند رهغه غاړه ی په شرکتونو کې لګوي.
هغه وویل په د قانوني حاکمیت او د خلقو لپاره د خیرښیګړي کارونه د مدینې د ریاست دوه لارښود اصول وو کوم چې د مدینې په ریاست کې عملی شوي وو.
د اې پي پي رپورټ مطابق عمران خان اوویل چې په دې هیواد کې دوه کورنۍ ګوندونه شتون لري، نو د دوی سره جګړه کول د مافیا سره د مبارزې په څیر دي، هغ زیاته کړه چې دواړه خاندانونه پيسې او دولتي سرچينې لري او دا دولت ی زما په ضد هم کارولې دې.
………………………………………………………

Leave a reply