پاک افغان همکارۍ ټولنې له لوري افغان اولس ته بشري مرستې ولیږل شوې

0
126

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د مرستندویه ادارو له لوري د افغانستان د جنګ ځپلي اولس سره بشري مرستې دوام لري او نن هم په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان د همکارۍ ټولنې له اړخه بشري مرستې افغان چارواکو ته ورکړې شوې.

د تفصيلاتو ترمخه د تورخم په پوله د پاک افغان همکارۍ فورم له اړخه د افغان اولس لپاره د درملو اته ټرکونه د پاکستاني چارواکو له خوا ایڈیشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدین افغان چارواکو حافظ فیض محمد، مرستیال کمشنر، او ملا نذیر ته وسپارل شول.
په دې موقع افغان چارواکو د پاک افغان همکارۍ فورم له چارواکو او د پاکستان حکومت مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې یې افغان ولس ته د درملو اته ټرکونه ورکړل او د دوی د دغه اقدام ستاینه یې وکړه.

د یادونې ده چې پرون هم د تیرو ۴۰ کالو څخه د جنګ نه متاثره افغان ځپلي اولس ته د پاک افغان همکارۍ او پاک ایډ ویلفیئر ټرسټ لخوا ۷ لارۍ خوراکي توکي، کمبلې او نور امدادي توکي افغان چارواکو ته وسپارل شول.
دا خبره هم د یادونې ده چې کله نه چې د افغانستان نه امریکایی او نیټو ځواکونه وتلي دي نو د پاک افغان پوله تورخم ، غلام خان پوله د پاکستان اولس له لوري افغان اولس ته بشري مرستې چې پکښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو ، افغان چارواکو ته ورکړل شو، د سرچینو مطابق دا بشري مرستې تر ۱۰۰۰ ټنو هم زیاتي دي چې وسه پورې افغان اولس ته لیږل شوي دي.

Leave a reply