نړۍ باید د افغانستان موجوده حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې سوله د نړۍ په ګټه ده او ژمنه یې وکړه چې پاکستان به په دې برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
نوموړي د افغانستان د بشري ناورین په اړه د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته په اشارې سره په خپله وینا کې وویل، چې دغه وضعیت د سیمې پر ګاونډیو هېوادونو ناوړه اغېز کولی شي.
د اې پي پي رپورټ مطابق د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا بیان د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو د کونسل غير معمولي غونډې مقاصدو په اړه د ځائې او نړيوالې ميډيا نمائندګانو ته د بريفنګ په مهال وكړو.
قریشي اوویل چې افغانستان دا مهال ناوړه معاشي او انساني بحران سره مخ دې، هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان نزدې ګاونډي هېواد دې او مونږ په دې صورت حال زياته اندیښنه لرو، هغه زیاته کړه چې ددې انساني بحران باید نړۍ مخه ونیسي او افغانستان یواځې پرې نه ږدي. قریشي اوویل چې د خپلو اقتصادي ترجيحاتو ته پام كولو سره اقتصادي ترجيحات عملي كولو لپاره یو پرامن او خوشحال افغانستان زمونږ په ګټه دې۔
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه چې افغانستان په 38 مليونه وګړو مشتمل هېواد دې او نن سبا په دې هیواد کې د يخنۍ شدت ورځ په ورځ په زیاتیدو دې ، هغه زیاته کړه چې د ملګري ملتونو د رپورټ مطابق كه د افغانستان صورتحال ته په سمدستي توګه پام لرنه ونه كړې شوي په دې هیواد کې به د افغان وګړو ژوند د خطر سره مخ شي او د کال 2022 تر وسط به 97 فيصده افغانان د غريبۍ د کرښې لاندې لاړ شی او دلته به یو انساني بحران پیل شي چې نړۍ لپاره به ددې مخنیوي بیا مشکل وي.






