که طالبان پر امریکايي عسکرو برید وکړي، د امریکايي پوځیانو له کلک غبرګون سره به مخ شي. بایډن

0
79

‏د امریکا ولسمشر د افغانستان په تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستانه خپل ټول پرسونل وباسي او طالبانو ته يې ګواښ کړی، چې که پر امریکايي عسکرو برید وکړي، د امریکايي پوځیانو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

‏ده زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر «بلینکن» ته دنده سپارل شوې چې له اشرف غني او افغان چارواکو سره د «وینې توییدنې د مخنیوي او د سیاسي جوړجاړي په تامین» کې مرسته وکړي او بلینکن به په همدې تړاو له نړیوالو کلیدي هیوادونو سره هم په رابطه کې پاتې شي.

‏بلینکن په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې اوږدې جګړې او د سلګونه زره افغان پوځيانو د روزونې او تمویل خبره کړې او وړاندې یې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا اهداف لاسته راغلي او نور اړتیا نشته چې د کورنیو جګړو په منځ کې دې امریکا نظامي حضور ته دوام ورکړي.

‏بایډن ویلي، چې که افغان عسکرد خپل هیواد ساتنه نشي کولای، نو په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور بې ګټې دی او هیڅ ډول تغیر نشي راوستلی، هغه که یو کال وغځول شي او یا هم پنځه کاله.

Leave a reply