افغان ځوانان دې د افغانستان نه فساد او اختلاف ختمولو کښې کردار ادا کړي: مفتي محمود ذاکري

Taliban leaders: File Photo
باغي ټي وي رپورټ
د پښتو ورځپانړې وحدت سره په خبرو اترو کښې د امارت اسلامی د رهبرې غړي او یو لوی عالم دین مفتي محمود ذاکري ویلي دې چې د اسلامی امارت د عوامو د خیر ښیګړې لپاره کار کوي او اولس سره د کړو ژمنو ته ژمن دې.
ذاکري ویلي چې امارت اسلامی د خلقو حقونو ته درناوۍ لري او ځوانان د افغانستان نه د فساد او اختلاف ختمولو لپاره خپل رول ولوبوي .
نوموړی ویلی چې اسلامی امارت سره د عوام ملاتړ دې او هم ددې خلقو د ملاتړ په وجه به اسلامی امارت د خلقو مشکلات او ستونزې هواروي. ده د ځوانان نه اوغوښتل چې د یو ټولمنلي حکومت په جوړیدو کښې دې ددې خاورې ځوانان د اسلام امارت سره مرستې وکړي او خپل مثبت کردار دې ادا کړي.