په تورخم هره ورځ دو سووو نه زیات افغان مریضان او ددوی خپلوان پاکستان ته د علاج لپاره راځي

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې وس په دې پوله تر ۲۰۰ او ددي نه زیات افغان مریضان پاکستان ته داخلیږي چې په دې هیواد کې علاج وکړي.
په تورخم پوله د سرکاري سرچینو مطابق پرون په ۱۶ دسمبر ۱۰۴ افغان مریضان او ۸۸ ددوی خپلوان پاکستان ته داخل شول، په ۱۵ دسمبر هم ۱۰۳ افغان مریضان او ۹۲ ددوي خپلوان، به ۱۴ دسمبر ۱۱۲ مریضان او ۱۰۷ ددوی خپلوان چې په پاکستان کې د خپلو مریضانو خدمت وکړي،پاکستان ته راداخل شول.
د یادونې ده چې تیره میاشت د کورکمانډر پیښور لفټننټ جنرل فیض حمید د تورخم بارډر دورې په وخت دا اعلان وکړو چې په پوله به روزانه تر ۱۰۰ افغان مریضانو ته اجازت ورکړل شي چې پاکستان ته داخل شي.
افغان مریضان او ددوی خپلوانو د پاکستاني چارواکو ستاینه کړي چې په پوله وس تر ۲۰۰ زیات افغان مریضان او ددوی خپلوان پاکستان ته د علاج کولو لپاره داخلیږي.





