د پیښور آرمي پبلک سکول ناوړه پیښه یوه غمجنه پیښه ده: وزیراعلی محمود خان
باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د پيښور د آرمي پبلک سکول غمجنه پيښه د ملک په تاريخ کښې يوه لويه غمجنه او بده پیښه بللې ده او وئيلي ئي دي چې د آرمي پبلک سکول د زده کوونکو او استاذانو شهادت به تل ياد ساتلې شي۔
وزیراعلی محمود خان په خپل ټولنیزو رسنیو بیان کې ویلي دي چې آرمي پبلک سکول معصومو ماشومانو د خپل ژوند په قربانۍ سره په ملک کښې د تل پاتې امن بنياد کېښودو او د دښمن په ضد يې ټول ملت، حکومت او ادارې ی یوبل سره په اتفاق کړې.
د APS د شهیدانو غم اوس هم زموږ په زړونو کې ژوندی دی او تل به ژوندی وي. د دسمبر په شپاړسمه نېټه د پېښور د آرمي پبلک سکول د غمجنې پېښې د اوومې کاليزې په مناسبت جاري شوي يو بيان کې وزيراعلي وويل چې نن د هغې غميزې يادونه کوي کله چې د انسانيت دښمنانو په بې رحمانه ډول واړه او بې ګناه زده کوونکي ووژل.