د پاکستان فوځ سرلښکر د انجلي ایګلر سره ملاقات

0
129

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سر لښکر جنرل قمر جاوید باجوه او امریکای چیف آف سټاف انجلا ایګلر ترمینځ یو اهم ملاقات شوې ، په دې ملاقات کښې د دواړو چارواکو ترمینځ د افغانستان په موجوده صورت حال باندې خبرې اترې شوي دي.
د راولپنډۍ نه د آن لاین خبري ایجنسۍ خپور شوې رپورټ زیاتوي چې د جنرل قمر جاوید باجوه امریکایی ایګلر ته ویلي چې په افغانستان کښې د پاکستان هیڅ د کوم خوښې مشر یا ګوند نشته دې.
په دې ملاقات کښې د پاکستان سرلښکر په کابل هوایی ډګر کښې د قیمتي انسانانو د وژلو په سختو ټکو کښې غندنه او ددوی په وژلو ی د ډیر غم څرګندونه وکړه.
د پاکستان فوځ ویانده ادارې آيی ایس پي آر مطابق د پاکستان فوځ سرلښکر په دې موقع اوویل چې پاکستان په افغانستان کښې د اول نه امن ،خوشحالي او اقتصادي ترقي غواړي.

Leave a reply