حامد کرزی: طالبان کابل ښار ته پۀ زور داخل نشول، بلکې هغوی ته بلنه ورکړل شوه
حامد کرزی: طالبان کابل ښار ته پۀ زور داخل نشول، بلکې هغوی ته بلنه ورکړل شوه
پخوانی ولسمشر وايي، د دفاع له سرپرست وزیر بسم الله محمدي سره یې تماس نیولی، څو معلومه کړي چې د حکومت څه پاتې دي؛ خو معلومه شوه چې هیڅوک نه دي پاتې شوي او حتی د کابل امنیه قومندان تښتیدلی دی.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخوانی ولسمشر وايي، د اشرف غني په تېښته سره د واک لېږد په سوله ییز ډول ناکام شو.
هغه له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې چې نن چهارشنبه د اپریل ۲۴مه خپره شوه وویل چې طالبانو د افغانستان پلازمینه پۀ زور نده نیولې، بلکې هغوی ته بلنه ورکړل شوه چې کابل ته ننوځي.
کرزی وايي چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې چې د خلکو د شتمنیو د لوټ او ګډوډۍ مخه ونیسي او ده وویل چې کله چې غني لاړ، د هغه امنیتي چارواکي هم ولاړل.
پخوانی ولسمشر وايي، د دفاع له سرپرست وزیر بسم الله محمدي سره یې تماس نیولی، څو معلومه کړي چې د حکومت څه پاتې دي؛ خو معلومه شوه چې هیڅوک نه دي پاتې شوي او حتی د کابل امنیه قومندان تښتیدلی دی.
نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې ده او عبدالله عبدالله له غني سره په لیدنه کې هوکړه کړې وه، چې د واک د وېش پر سر د خبرو لپاره به ۱۵ کسیز پلاوی دوحې ته واستوي.
کرزی وايي چې طالبان د کابل په څنډه کې ودرول شول او په قطر کې د دوی مشرتابه ژمنه کړې وه چې د یوې موافقې تر لاسلیکېدو پورې به د دې ډلې ځواکونه له ښاره بهر وي.
هغه وويل چې طالبانو ورته ډاډ ورکړى ؤ چې “حکومتي ځواکونه بايد په خپلو ځایونو کې پاتې شي او دوى ښار ته د تلو نيت نه لري.
پخواني ولسمشر وویل: “ما او نورو له بېلابېلو چارواکو سره خبرې وکړې، هغوی موږ ته ډاډ راکړ چې ټول امنیتي ځواکونه ښار کې ځای پر ځای دي او امنیت تامین دی خو وروسته ښکاره شوه چې غني او ټول امنیتي ځواکونو کابل ښار پریښی ؤ ځکه طالبان مجبور شول چې ښار ته دننه شي.