افغانستان کښې هند ته تاریخي شکست ورسید: هندي جنرال

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د نوي ډیلي نه د آن لاین نیوز ایجنسۍ یو رپورټ په پرنټ میډیا کښې خپور شوي، په رپورټ کښې یو هندي جنرال دا منلي چې هندوستان په افغانستان کښې تاریخي ناکامۍ سره مخ شوې دي.

د هندوستان فوځ پخواني لیفټننټ جنرال ایس ایچ پناګ ویلي چې په افغانستان کښې هندوستان حکومت ته د طالبانو د طاقت صحیح اندازه نه وه ، دوی د امریکې ارادو او د کابل بدعنوان ټاکل شوي حکومت په پیژندلو کښې د ناکامۍ سره مخ شو.
هندي جنرال وی چې هندوستان چې نورو عرب ملکونو سعودي عرب او دغه شان ایران او پاکستان سره تعلقات لري نو بیا ولي د هند حکومت د طالبانو سره دښمني په سر واخسته او هم دغه ی د ناکامۍ وجه وه.

هندي جنرال زیاتوي چې دا د هند انټیلیجنس تاریخي ناکامي ده چې په شمالي اتحاد ی باور او یقین کولو او چې له په افغانستان کښې د طالبانو کنټرول لاس ته راتلو نوهم هغه د شمالي اتحاد مشران لاړل او پاکستان سره کيښناستل او د طالبانو مقابله ی و نکړه.
یاده دې وی چې په کابل کښې د هند حکومت خپله سفارت خانه هم تړلې او ټوله عمله ی هندوستان ته واپس بوتللې او بل طرف هم دغه پاکستان دې چې په پایه تخت کابل کښې ی وس هم سفارتخانه پرانستې ده او افغان وګړو او د نورو وګړو د افغانستان نه د وتلو په کوششونو کښې مرستې کوي.

Leave a reply