رویټرز: افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي

0
107

رویټرز: افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي

رویټرز راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي.

 

(2021 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

رویټرز راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې د بریتانیا د تخلیې عملیات نن پای ته رسېږي. رویټرز د بریتانیا د وسله والو ځواکونو د قومندان نیک کارټر په حواله ویلي چې بریتانوي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې نن په افغانستان کې د وروستیو ملکیانو په ایستلو سره خپل ماموریت پای ته ورسوي. هغه زیاته کړې، کله چې له افغانستانه د بریتانوي وګړو او افغان همکارانو د ایستلو پروسه بشپړه شي، تر هغه وروسته به د خپلو ځواکونو په ایستلو سره په دغه هېواد کې د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي. نوموړي څرګنده کړې چې لا هم ډېر خلک پاتې دي خو په وینا یې په دې اړه سختو پرېکړو ته اړتیا ده. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس هم ویلي وو چې ژر به په افغانستان کې د تخلیې بهیر بشپړ کړي.

Leave a reply