پینځه زره غیرملکي به پاکستان ته راوړل شي: رپورټ
باغي ټي وي رپورټ
د میډیا رپورټ مطابق د افغانستان پایه تخت کابل نه به پینځه د باهر ملکونو وګړي پاکستان ته راوړل شی، دې غیرملکیانو لپاره په پیښور، اسلام آباد او لاهور کښې انتظامات شروع دي.
د رپورټ مطابق دا خلق به په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کښې ځای په ځای کولې شي.یاده دې وی چې د افغانستان نه د وتلو په مد کښې امریکې او نیټو ځواکونو د پاکستان نه د مرستې کولو درخواست کړې وو، پاکستان دا درخواست قبول کړې او ددې خلقو د ځای په ځای کولو لپاره ی تیارۍ کړې دی.
داسې رپورټونه هم په رسنیو کښې خپاره شوي چې د پاکستان د سند او په لاهور کښې به هم په زرګونو افغان مهاجرین د افغانستان نه را او ویستل شي او د رپورټ مطابق دې لپاره هم انتظامات شوي دي.