د طالبانو د امربالمعروف وزیر ښځو ته د حاجب توصیه کړې او د ګذر پۀ وکیلانو یې د فحشا پۀ مخنیوي کې د مرستې غږ کړی
د طالبانو د امربالمعروف وزیر ښځو ته د حاجب توصیه کړې او د ګذر پۀ وکیلانو یې د فحشا پۀ مخنیوي کې د مرستې غږ کړی
نوموړي د ښځو حقوقو ته په اشارې سره وويل اسلام ښځو ته زيات حقوق ورکړي دي . تر دې حده چې د هغې نفقه برابرول د نارینه و مسؤلیت ګڼل شوی دی.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د امربالمعروف وزیر: حجاب د ښځو لپاره د پټولو په معنی دی، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د لویې جرګې په غونډه کې وویل: «پرته لۀ امر بالمعورف نهې عن المنکر څخه اسلامي نظام نشي جوړېدلی.»
هغه وويل، د ګذر وکيلان مکلف دي، چې په خپله ژبه د ټولنې د منکراتو مخه ونيسي او په مخنيوي کې يې لۀ ا.ا سره مرسته وکړي.
نوموړي د ښځو حقوقو ته په اشارې سره وويل اسلام ښځو ته زيات حقوق ورکړي دي . تر دې حده چې د هغې نفقه برابرول د نارینه و مسؤلیت ګڼل شوی دی.
د ښځو د حجاب په اړه شیخ خالد وویل: «حجاب د ښځو د پټولو مانا لري».