د قطر هېواد یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي  

0
117

د قطر هېواد یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي  

تر اوسه افغانستان نه دی توانېدلی چې د انرژۍ په تولید کې له خپلو سرچینو څخه کار واخلي. دا مهال د هېواد د برېښنا ډېره برخه وارداتي برېښنا ده او افغانستان هر کال په ميليونونو ډالر خپلو ګاونډيانو ته ورکوي.

(2021 / 12  / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر د « قطرالطافه شمسیه» په نوم یوه قطري شرکت په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره پانګونه کوي.

دا موضوع د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۱ مه) په قطر کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د دغه شرکت د مسؤل سلیم عباسي ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې راپورته شوه.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د قطري شرکت لتاقه الشمسیه له مشر سلیم عباسي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اړوندو وزارتونو ګډ اداري او تخنیکي پلاوی باید په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې له پانګونې مخکې له دغه شرکت سره خبرې وکړي.

قطري شرکت په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ د تولید لپاره چمتووالی ښودلی، ځکه چې دغه هېواد د پاکې انرژۍ ښې سرچینې لري.

اړوند موضوعات: 

برېښنا شرکت هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې د برېښنا بېل بیې یې لوړې کړې دي 

Leave a reply