په سعودي عرب کې سلمان خان د موسیقۍ کنسرټ کړې

باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان د فلمي نړۍ بالیووډ د وتلي هنرمند سلمان خان د موسیقۍ کنسرت د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ترسره شو، چې زرګونه کسانو پکې ګډون وکړو.
په سوشل میډیا د خلقو له لوري د سعودي عرب حکومت او شیخان د سخت غبرګون سره مخ شوي دي او ویلي دي چې دې سره د مسلمانانو د اسلام سره مینه او جوش ته ډیر زیان رسیدل دې او ددوی زړونه ډیر خفه شوي دي.
د سلمان خان تر څنګ د هند مشهورې اداکارې شالپا شیټي هم د موسیقۍ په کنسرت کې سندرې وویلې، په داسې حال کې چې د سلمان خان نندارې په ټویټر کې ښه بحث شوی و.
د ستیا سنکیت په نوم یوه مینه وال د اداکارې د شو د شهرت په اړه ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د چارواکو په وینا د (ډمینیرینګ ریلوډډ) نندارې لپاره چې په ریاض بولیوارډ کې ترسره کیږي شاوخوا 80,000 ټکټونه پلورل شوي.






