امریکا کې یو شمېر خلک د بایډن استعفا غواړي

0
90

امریکا کې یو شمېر خلک د بایډن اسعفا غواړي

جمهوري غوښتونکو ګوند وايي چې بایډن دې د ناکام مدیریت له امله استعفاء ورکړي.

 

(2021 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن دې افغانستان کې د ناکام مدیریت او د وروستي خونړي برید له امله اسعتفا ورکړي، دوی ویلي چې بايډن نه تنها د افغانستان په اړه بلکې په ټوله کې د مدیریت وړتیا نلري. دوی ویلي له کله نه چې بایډن رئیس جمهور شوی امریکا وروسته تګ کړی او په وینا یې امریکا په نړۍ کې باور له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي له دې وروسته به دوی د بایډن استحضا او اسعفا په اړه غوښتنې کوي.

امریکا کې جمهوریت غوښتونکي دا ډول څرګندومې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د بایډن محبوبیت په امریکا کې تر ټولو ټیټې کچې ته راغلی دی.

Leave a reply