د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر جرمني کې د خلکو کورونو ته ډوډۍ رسوي
د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر جرمني کې د خلکو کورونو ته ډوډۍ رسوي
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر احمدشاه سادات جرمني هېواد کې د خلکو کورونو ته ډوډۍ رسوي.
(2021 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر احمدشاه سادات جرمني هېواد کې د خلکو کورونو ته ډوډۍ رسوي. څو ورځې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د یاد وزیر عکسونه لاس په لاس کېدل چې په موټر سایکل له رستورانت څخه د خلکو تر کورو ډوډۍ رسوي.
ښاغلی سادات جرمني هېواد کې په یو رستورانت کې کار کوي چې د نوموړي عکسونو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وداندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خلکو غږ وکړ چې هېواد دې نه پرېږدي او ویې ویل چې پردي هېواد کې د هېچا قدر نه وي.