د حکومت توجه په تعلیمي پرمختګ ده: عمران خان

0
200

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان په یو بیان کې وئيلي دي چي د ملک پيسې غلا کونکو نه علاوه نور ټولو سره د مذاکراتو ته تيار دي۔

په ميانوالي کې د سړک د پرانستې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل، زما ټول زور په تعليم دى، هغه زیاته کړه چې حکومت په دې ډیره زیاته توجه ده چې د ښځو لپاره د تعليم حاصلولو سهولتونه او اسانتیاو زیاتې کړي.
وزیراعظم عمران خان اوویل چې پنځه کاله وروسته به تر ټولو زيات پرمختګ په هغه سیمو کې شوې وي چې په پخواني حکومتونو کې روسته او پسمانده پاتې شوې وې.
عمران خان اوویل چې ګراني د ټولې نړۍ لويه ستونزه ده او ګراني صرف په پاکستان کې نه ده، هغه زیاته کړه چې پاکستان په نړۍ کې ترټولو ارزان هیواد دې.
وزيراعظم وويل دا مهال مونږ په سخت وخت کې يو خو د درې نه تر څلورو مياشتو پورې به په ټوله نړۍ کې دتيلو او گيس قيمتونه راټيټ شي، هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې به هم نرخونه راټيټ شي.

Leave a reply