د ناټو ملکي استازی د تل لپاره له افغانستان څخه ووت
د ناټو ملکي استازی د تل لپاره له افغانستان څخه ووت
د ناټو ملکي استازی ( سټیفانو فونټي کورو) د تل لپاره له افغانستان څخه ووت.
(2021 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د ناټو ملکي استازی (سټیفانو فونټي کورو) د تل لپاره له افغانستان څخه ووت، هغه پخپله ټوېټر پاڼه لیکلې چې په داسې مهال له کابل نه وځم چې خواشینی یم.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست په یودیرشمه به ناټو خپل ګډ ماموریت په افغانستان کې پای ته رسوي او خپل وروستی سرتېری به هم له افغانستان څخه وباسي.