د عیسای اقلیتي اهلکارو لپاره د پاکستان دولت یو مهم اعلان
باغی ټي وي رپورټ
په ټولو نړۍ کې د دسمبر په ۲۵ نیټه د عیسایی مذهب عقیده لرونکې خلق کرسمس د یو مذهبي تهوار په توګه نمانځي .
د پاکستان حکومت په دې هیواد کې د عیسایی اقلیت سره تعلق لرونکي دولتي اهلکارو لپاره یو ډیر مهم او لوی اعلان او فیصله کړې ده او هغه دا ده چې د عیسایی مذهب سرکاری اهلکارو ته به د د سمبر میاشتې معاش په ایډوانس کې ورکړل شي.
ټاکل شوې چې د کرسمس په مناسبت د عیسوي ټولنې دولتي کارکوونکو ته د دسمبر د میاشتې تنخواګانې ورکړل شي.
د خزانې وزارت څخه یوه مراسله جاري شوې ، په مراسله کې ویل شوي دي چې د ټولو عیسایی اقلیتي وفاقي او حكومتي ملازمينو او ریټایرډ نوکرانو ته دې تنخواګانې دې د دسمبر په 20مه نېټه جاري كړې شي۔
په رسنیو کې د چاپ رپورټ مطابق د پاكستان ريونيو ملټري اکاؤنټنټ جنرل ته هدايات جاري كړې شوي دي۔ د مالیې وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د محاسبې لوی رییس هم خبر کړې شوي دې چې عیسایی اقلیت اهلکار ته دې معاشونه ورکړې شي .
په هیواد کې د عیسایی اقلیت سره تعلق لرونکي وګړو او د انسانی حقونو لپاره آواز اوچتوونکو د حکومتت دا فیصله او اعلان ستاینه کړې ده چې د عیسوي مذهب اهلکار ته د دسمبر میاشتي معاشونه او پنشن په ایډوانس کې ورکوي.